کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لومړي ځل لپاره د احصايې او معلوماتو ملي ادارې له لوري په آسان خدمت څانګه کې د کونسلي خدمتونو وړاندې کولو چارې پيل شوې.
د خبر پر بنسټ د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي ریاست مرستیال بشیر احمد افغان ویلي، دغه وزارت څه موده وړاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ، څو هېوادوالو ته کونسلي خدمتونه تر پخوا په چټکۍ او آسانه توګه وړاندې او د هغوی د اسنادو کارونه لاس په لاس خلاص شي.
دغه راز د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د آسانخدمت رییس جهادګل پاڅون ویلي، د کونسلي خدمتونو د وړاندې کولو هوکړه لیک خلکو ته د لا اسانتیاوو برابرولو په موخه لاسلیک شوی او د کونسلي چارو اړوند ټول خدمات په یوه ځای کې ورته وړاندې کیږي.
د مسوولینو په وینا د کونسلي خدمتونو په پيل سره به له دې وروسته د ماشومانو زېږون کارټ د لویانو په شان په چاپي ډول وېشل کیږي او دارالترجمې، د دولت قضایاوو او نورو ځایونو ته نه استول کیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/