کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لومړی ځل لپاره د احصایې او معلوماتو ملی ادارې له لوری په آسان خدمت څانګه کې د کونسلی خدمتونو وړاندې کولو چارې پیل شوې.
د خبر پر بنسټ د بهرنیو چارو وزارت د کونسلی ریاست مرستیال بشیر احمد افغان ویلی، دغه وزارت څه موده وړاندې د احصایې او معلوماتو ملی ادارې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ، څو هېوادوالو ته کونسلی خدمتونه تر پخوا په چټکۍ او آسانه توګه وړاندې او د هغوی د اسنادو کارونه لاس په لاس خلاص شی.
دغه راز د احصایې او معلوماتو ملی ادارې د آسانخدمت رییس جهادګل پاڅون ویلی، د کونسلی خدمتونو د وړاندې کولو هوکړه لیک خلکو ته د لا اسانتیاوو برابرولو په موخه لاسلیک شوی او د کونسلی چارو اړوند ټول خدمات په یوه ځای کې ورته وړاندې کیږی.
د مسوولینو په وینا د کونسلی خدمتونو په پیل سره به له دې وروسته د ماشومانو زېږون کارټ د لویانو په شان په چاپی ډول وېشل کیږی او دارالترجمې، د دولت قضایاوو او نورو ځایونو ته نه استول کیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ