د لومړی ځل لپاره یوه ښځه د مکسیکو ولسمشره شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۴مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کلاډیا شینباوم په ټاکنو کې تر بری وروسته د لومړۍ ښځینه ولسمشرې په توګه وټاکل شوه.

د خبر پر بنسټ شینباوم د اقلیم څېړونکې او د مکسیکو ښار پخوانۍ ښارواله ده.

د ټاکنیزو چارواکو د لومړنیو اټکلونو له مخې، نوموړې شاوخوا ۵۸ – ۶۰ سلنه رایې ګټلې دی.

دا د مکسیکو د ډیموکراسۍ په تاریخ کې د رایو ترټولو لوړه سلنه ده.

د ۱۲۹ میلیون نفوس لرونکی دغه هسپانوی ژبې هېواد کې شاوخوا ۱۰۰ میلیونو خلکو د رایې اچونې لپاره نوم لکینه کړې وه.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.