کابل/ګهیځ: نن شنبه (د تلې/میزان ۳۰مه او د اکټوبر ۲۲مه نېټه ده) مـولـوی ندامحمد ندیم د شیخ عبدالباقی حقانی پر ځای نن د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر په توګه د دغه وزارت کارکوونکو ته معرفی شو.
ندیم وویل، د لوړو زده کړو په ډګر کې کار کول نازک او مهم دی، ځکه د بهرنیانو ورته پام وی، هغوی غواړی چې له دغه میدانه ګټه واخلی.
هغه ډاډ ورکړ چې د دغه وزارت او پوهنتونونو کې د ټولو کسانو نوښت او علمی پیاوړتیا ته به پام کوی او د پردیو هغه لاسونه لنډوی چې تحصیلی ډګر ته یې غځولی دی.
ده په دې اړه نور جزیات ور نه کړل، چې په تحصیلی برخه کې څوک او څرنګه لاسوهنه کوی.
نوموړی وایی چې د لوړو زده کړو په وزارت کې به دوو کارونو ته ډېر پام کوی، لومړی دا چې دغه وزارت به د اسلامی چوکاټ پابند وی او دویم دا چې د افغانی غرور او کلتور ساتنه به کوی.
هغه وویل د لوړو زده کړو په وزارت کې کوم کارونه چې شوی هغه به نه ضایع کېږی، بلکې د نور پرمختګ لپاره به یې هڅه کېږی.
گهیځ