د لوړو زده کړو وزیر پکتیکا ته په رسمی سفر تللی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۳۱ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوړو زده کړو وزیر شیخ نـ.ـدا محمد نـ.ـدیم پکتیکا ولایت ته په رسمی سفر تللی.
د خبر پر بنسټ نوموړی په خپل دغه سفر کې د پکتیکا له تعلیمی مسوولینو او د پوهنتون له زده کړیالانو سره لیدلی او د هغوی مشکلات یې اورېدلی دی.
د لوړو زده کړو وزیر دغه لیدنه کې له ټولو استادانو سره ژمنه کړې، چې معنوی او مادی حقوقو په ورکړه کې به ټولې اسانتیاوې ورته برابرې کړی.
نوموړی وزیر په داسې مهال پکتیکا ته سفر کړی، چې د اوسنی سرپرست افغان حکومت په راتګ سره د نجونو پر وړاندې د تعلیمی زده کړو ترڅنګ د تحصیلی برخې بندیز له امله نړیوالو د افغان لوړ پوړو چارواکو ترڅنګ د لوړو زده کړو پر وزیر سختې نیوکې کړی او پر نوموړی یې یو لړ بندیزونه هم وضع کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.