د افغانستان حکومت د لوړو زدکړو وزارت اوسني چارواکي وايي چې په افغانستان کې له نن څخه دوه کاله وړاندې د جمهوریت د ړنګېدو او د نوي حکومت د واک ته رسېدو له مودې راپدېخوا د هېواد د زونونو په کچه د دیني عالمانو د لوړو زدکړو د تخصصي کېدو لپاره ځینې پوهنتونونه جوړ شوي دي او همدارنګه د هېواد د نورو زونونو لپاره هم د دا ډول پوهنتونونو جوړېدلمنظور شوي او پر جوړېدو یې کار روان دی.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د وزارتونو له خوا د حساب ورکولو د پروګرام لړۍ لپاره په یوه جوړ شوي کنفرانس کې د لوړو زدکړو وزارت د تېر یوه کلن کاري بهیر راپور وړاندې او وویل شول چې د افغانستان د لوړو زدهکړو بنسټونو کې ۴۷۱۳۶۰ محصلان زدکړې کوي چې تېر کال یې یو لک او اتلس زره محصلان نور جذب کړي دي او د جذب دا کچه په تېرو کلونو کې د ۶۵ تر ۷۰ زرو محصلانو پورې وه.
په هېواد کې تر وروستي سیاسي او پوځي تحول وروسته په هېواد کې که یوې خواته د لوړو زده کړو په بهیر کې یو لړ خلاوې او تشې رامینځ ته شوې، نو بل اړخ ته دا ښه زیری ؤ چې دلته د دیني زده کړو او دیني علومو پراختیا او پرمختیا ته هم پاملرنه ډېره شوې ده او دا پرته له شک څخه په هېواد کې د اسلامي علومو د مینه والو او زده کړه یالانو لپاره یو ښه زیری ګڼل کېږي.
که څه هم په ظاهري بڼه دلته د تېر جمهوریت په دوران کې او آن دلته د امریکا او د هغوی د متحدینو د یرغلګرو ځواکونو له حضور سره سره هم تر یوه بریده د دیني زده کړو مرکزونه او مدرسې فعالې وې او په څنګ کې یې د ګاونډ او لیرې او نژدې هېوادونو ته هم افغانان د دیني لوړو زده کړو ترلاسه کولو لپاره افغانان یا په خپله تلل یا د وخت د حکومت له خوا ورته زمینه برابرېده، خو که تر دې ټولو ور ها خوا په کور د ننه افغان زلمیانو ته په عصري زده کړو سربیره د دیني زده کړو د ترلاسه کولو زمینه هم برابره شي یو لوی او له شک پرته بې ساری اقدام به وي.
مونږ په تېرو څو لسیزو او په افغانستان کې په پرله پسې توګه د شورویانو او بیا امریکایانو د پوځي هر اړخیز یرغل په دوران کې ولیدل چې زمونږ ګڼ شمېر زلمیان د هجرت په چاپېریال کې د دیني زده کړو په هغه مرکزونو کې وروزل شول چې هلته فعال وو او د هغې ټولو په سر کې د اسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون یادولای شو.
د دغه پوهنتون له زده کړو برخمن په سل هاوو افغانان نن هم زمونږ د ټولنې ویاړ او په جګړه ځپلي هېواد کې د اسلامي دعوت او اسلامي پوهې د کاروان سرلاري دي او همدوی وو چې په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې یې په دولتي او خصوصي پوهنتونو کې د دیني زده کړو د عصري کولو او د هغې د علمي خپراوي لپاره د فضا برابرولو ته کار وکړ.
البته دا هم اړینه ده چې د دیني علومو تر څنګ په هېواد کې د ضروري عصري علومو د پراخوالي او په تعلیمي سکتور کې د هغې د ونډې او اهمیت په تناسب ځای ورکړل شي ترڅو د دغه هېواد او ټولنې راتلونکي نسلونه د علم، پوهې او ټکنالوژۍ پر مټ، په خپله او پرته لدې چې په هره لویه وړه کې نورو ته محتاج وي، عالمانه ګامونه پورته کړي او د خپل هېواد د پیاوړتیا او پرمختیا لپاره په خلاص مټ کار وکړي.
پدې لار کې بل اړین ټکی د هېواد تر نیم نفوس د زیاتو وګړو(نجونو او مېرمنو) لپاره د دیني او معاصرو علومو د زده کړو د زمینې برابرول دي چې دمګړۍ د سیسټم د اصلاح په نامه له زده کړو محرومې شوې دي. جوته ده چې که په یوه ټولنه کې د هغې د وګړو تر پنځوس سلنې زیاتو وضعیت همداسې په ټپه ولاړ وي، د ګڼو نورو ستونزو او ناخوالو سره به مخ وي.
طبیعي ده چې که مونږ غواړو په راتلونکې کې پر خپلو مټو متکي او د پردیو له شرارت څخه په امان افغانستان ولرو نو د دیني او معاصرو علومو په ګاڼه سمبال نارینه او ښځینه وګړو دواړو ته اړتیا لرو او پرته لدې به ستونزمن کار وي که ووایو چې غواړو ټولنه مو دې د افرادي قوت له اړخه پر ځان بسیا وي.
دا هغه اړینې خبرې دي چې باید چارواکي او ولس دواړه ورته پام وکړي او د دې هېواد او ولس ښه راتلونکې هم تر ډېره په همدې مسایلو پورې تړلې ده چې اړینه ده په پام کې ونیول شي، ځکه تر هغې چې یو ملت او ولس، نر او ښځه د علم په ګاڼه سمبال نشي او په علمي او تعلیمي اړخ کې د پر ځان بسیا کېدو خواته مزل ګړندی نه کړي، ګرانه به وي که هغه هېواد دې د سیالانو په کتار کې سیالي وکړای شي.
و ما علینا الی البلاغ
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳