د افغانستان حکومت د لوړو زدکړو وزارت اوسنی چارواکی وایی چې په افغانستان کې له نن څخه دوه کاله وړاندې د جمهوریت د ړنګېدو او د نوی حکومت د واک ته رسېدو له مودې راپدېخوا د هېواد د زونونو په کچه د دینی عالمانو د لوړو زدکړو د تخصصی کېدو لپاره ځینې پوهنتونونه جوړ شوی دی او همدارنګه د هېواد د نورو زونونو لپاره هم د دا ډول پوهنتونونو جوړېدلمنظور شوی او پر جوړېدو یې کار روان دی.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د وزارتونو له خوا د حساب ورکولو د پروګرام لړۍ لپاره په یوه جوړ شوی کنفرانس کې د لوړو زدکړو وزارت د تېر یوه کلن کاری بهیر راپور وړاندې او وویل شول چې د افغانستان د لوړو زدهکړو بنسټونو کې ۴۷۱۳۶۰ محصلان زدکړې کوی چې تېر کال یې یو لک او اتلس زره محصلان نور جذب کړی دی او د جذب دا کچه په تېرو کلونو کې د ۶۵ تر ۷۰ زرو محصلانو پورې وه.
په هېواد کې تر وروستی سیاسی او پوځی تحول وروسته په هېواد کې که یوې خواته د لوړو زده کړو په بهیر کې یو لړ خلاوې او تشې رامینځ ته شوې، نو بل اړخ ته دا ښه زیری ؤ چې دلته د دینی زده کړو او دینی علومو پراختیا او پرمختیا ته هم پاملرنه ډېره شوې ده او دا پرته له شک څخه په هېواد کې د اسلامی علومو د مینه والو او زده کړه یالانو لپاره یو ښه زیری ګڼل کېږی.
که څه هم په ظاهری بڼه دلته د تېر جمهوریت په دوران کې او آن دلته د امریکا او د هغوی د متحدینو د یرغلګرو ځواکونو له حضور سره سره هم تر یوه بریده د دینی زده کړو مرکزونه او مدرسې فعالې وې او په څنګ کې یې د ګاونډ او لیرې او نژدې هېوادونو ته هم افغانان د دینی لوړو زده کړو ترلاسه کولو لپاره افغانان یا په خپله تلل یا د وخت د حکومت له خوا ورته زمینه برابرېده، خو که تر دې ټولو ور ها خوا په کور د ننه افغان زلمیانو ته په عصری زده کړو سربیره د دینی زده کړو د ترلاسه کولو زمینه هم برابره شی یو لوی او له شک پرته بې ساری اقدام به وی.
مونږ په تېرو څو لسیزو او په افغانستان کې په پرله پسې توګه د شورویانو او بیا امریکایانو د پوځی هر اړخیز یرغل په دوران کې ولیدل چې زمونږ ګڼ شمېر زلمیان د هجرت په چاپېریال کې د دینی زده کړو په هغه مرکزونو کې وروزل شول چې هلته فعال وو او د هغې ټولو په سر کې د اسلام آباد نړیوال اسلامی پوهنتون یادولای شو.
د دغه پوهنتون له زده کړو برخمن په سل هاوو افغانان نن هم زمونږ د ټولنې ویاړ او په جګړه ځپلی هېواد کې د اسلامی دعوت او اسلامی پوهې د کاروان سرلاری دی او همدوی وو چې په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې یې په دولتی او خصوصی پوهنتونو کې د دینی زده کړو د عصری کولو او د هغې د علمی خپراوی لپاره د فضا برابرولو ته کار وکړ.
البته دا هم اړینه ده چې د دینی علومو تر څنګ په هېواد کې د ضروری عصری علومو د پراخوالی او په تعلیمی سکتور کې د هغې د ونډې او اهمیت په تناسب ځای ورکړل شی ترڅو د دغه هېواد او ټولنې راتلونکی نسلونه د علم، پوهې او ټکنالوژۍ پر مټ، په خپله او پرته لدې چې په هره لویه وړه کې نورو ته محتاج وی، عالمانه ګامونه پورته کړی او د خپل هېواد د پیاوړتیا او پرمختیا لپاره په خلاص مټ کار وکړی.
پدې لار کې بل اړین ټکی د هېواد تر نیم نفوس د زیاتو وګړو(نجونو او مېرمنو) لپاره د دینی او معاصرو علومو د زده کړو د زمینې برابرول دی چې دمګړۍ د سیسټم د اصلاح په نامه له زده کړو محرومې شوې دی. جوته ده چې که په یوه ټولنه کې د هغې د وګړو تر پنځوس سلنې زیاتو وضعیت همداسې په ټپه ولاړ وی، د ګڼو نورو ستونزو او ناخوالو سره به مخ وی.
طبیعی ده چې که مونږ غواړو په راتلونکې کې پر خپلو مټو متکی او د پردیو له شرارت څخه په امان افغانستان ولرو نو د دینی او معاصرو علومو په ګاڼه سمبال نارینه او ښځینه وګړو دواړو ته اړتیا لرو او پرته لدې به ستونزمن کار وی که ووایو چې غواړو ټولنه مو دې د افرادی قوت له اړخه پر ځان بسیا وی.
دا هغه اړینې خبرې دی چې باید چارواکی او ولس دواړه ورته پام وکړی او د دې هېواد او ولس ښه راتلونکې هم تر ډېره په همدې مسایلو پورې تړلې ده چې اړینه ده په پام کې ونیول شی، ځکه تر هغې چې یو ملت او ولس، نر او ښځه د علم په ګاڼه سمبال نشی او په علمی او تعلیمی اړخ کې د پر ځان بسیا کېدو خواته مزل ګړندی نه کړی، ګرانه به وی که هغه هېواد دې د سیالانو په کتار کې سیالی وکړای شی.
و ما علینا الی البلاغ
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳
گهیځ