کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۴مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایی، د پوهنې وزارت لخوا ورته د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره د ښوونیز نصاب، ۹۸ زره نوی چاپ شوی درسی کتابونه وسپارل شول.
د پوهنې ریاست ویاند ویلی، چې دغه کتابونه د پوهنې ریاست په وړاندیز د پوهنې وزارت په منظوری رالېږل شوی، چې له لومړی تر دولسم ټولګی ښوونیز نصاب د ۵۴ مضمونونو کتابونه په کې شامل دی.
د نوموړی په وینا ډېر ژر به یې پر زده کوونکو د وېشلو لړۍ هم پیل شی.
د مسوولینو په خبره له یادو کتابونو سره به د زده کوونکو د درسی کتابونو د کمښت ستونزې تر ډېره بریده حل شی.
د پوهنې ریاست د مسوولینو په خبره، تر دې وړاندې هم دغه ریاست ته د پوهنې وزارت لخوا څه باندې ۲ لکه ټوکه نوی درسی کتابونه رالېږل شوی و، چې په نږدې ورځو کې به ۲ لکه ۳۰ زره نور درسی کتابونه هم دوی ته وسپارل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ