معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د لوګر – پکتیا سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

د لوګر – پکتیا سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۸  مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت مرکز پل‌ علم ښار څخه د پکتیا تېرې کوتل پورې د ۳۶ کیلومټره سړک د ترمیم چارې پيل شوې.

د خبر پر بنسټ دغه سړک د ټولګټو چارو وزارت په مالي لګښت په راتلوونکو دریوو میاشتو کې بیارغول کیږي.

یاد سړک د جمهوریت پرمهال د جګړو او سېلابونو له امله ویجاړ شوی و، چې موټر چلوونکو ته یې ګڼې ستونزې جوړې کړې وې.

د مسوولینو په خبره د یاد سړک له بیارغونې او ترمیم وروسته به د پل‌علم – ګردیز عمومي لارې په ترڅ کې ټرافیکي پېښې هم د پام وړ راکمې شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس