کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو ویلی، چې د دغه ولایت مرکز پل علم ښار څخه د پکتیا تېرې کوتل پورې د ۳۶ کیلومټره سړک د ترمیم چارې پیل شوې.
د خبر پر بنسټ دغه سړک د ټولګټو چارو وزارت په مالی لګښت په راتلوونکو دریوو میاشتو کې بیارغول کیږی.
یاد سړک د جمهوریت پرمهال د جګړو او سېلابونو له امله ویجاړ شوی و، چې موټر چلوونکو ته یې ګڼې ستونزې جوړې کړې وې.
د مسوولینو په خبره د یاد سړک له بیارغونې او ترمیم وروسته به د پلعلم – ګردیز عمومی لارې په ترڅ کې ټرافیکی پېښې هم د پام وړ راکمې شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ