کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۱ مه نېټه):
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست مسوولین وایی، د لوی اختر په ۳ ورځو کې په بېلابیلو ځایونو کې د ترافیکی پېښو له ځایو څخه ۱۷۰ تنه ټپیان ننګرهار سیمه ییز تخصصی، بی بی فاطمه الزهرا ولایتی او د ولسوالیو یو شمېر روغتونونو ته وړل شوی دی، چې له جملې یې ۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ټپیان تر ښې درملنې وروسته خپلو کورونو ته رخصت شوی دی.
مسوولین همدارنګه زیاتوی، چې د اختر په لومړۍ ورځ روداتو ولسوالۍ زاخېلو سیمه کې د باران له امله د کور چت پریوتو پېښې څخه یو جسد او یو ټپی د پیوې کنډو روغتون ته وړل شوی، چې ټپی له ښې درملنې وروسته کور ته لېږل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ