د ماشومانو د خوندی توب تر موسسې وروسته،د پاملرنې نړیواله موسسه هم خپل کار بېرته پیلوی

کابل- ګهیځ نیوز( د مرغومی ۲۷مه ۱۴۰۱):
وروسته تر دې چې د ماشومانو د خوندیتوب موسسې په افغانستان کې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړل، اوس د پاملرنې نړیواله موسسه یا Care international هم وایی چې په افغانستان کې خپل فعالیت بېرته پیلوی.
پاملرنې نړیواله موسسه وایې چې له حکومت څخه یې د ښځینه کارکونکو په اړه ډاډ تر لاسه کړی او غواړی په افغانستان کې تر ډېره د روغتیا او تغذیې په برخو کې خپل فعالیت بیا پیل کړی.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د ماشومانو د خوندیتوب نړیوالې موسسې یا Save the Children هم په افغانستان کې د روغتیا، تغذیې او پوهنې اړوند ځینو پروګرامونو د بیا پیلولو اعلان کړی و.
د پاملرنې موسسې په خپله یوه خبرپاڼه کې ویلی چې د افغانستان حکومت د عامې روغتیا له وزارت څخه یې کارځایونو ته د خپلو ښځینه کارکوونکو د خوندی او له محدودیت پرته تګ په تړاو ډاډ ترلاسه کړی دی.
په تېرو پرلپسې دوو ورځو کې دا دوهم نړیوال خیریه بنسټ دی چې د خپلو ښځینه کارکونکو د کار د دوام او خپلو ځینو ځنډولیو پروګرامونو د بیا پیل خبره کوی.
تېره ورځ د ماشومانو د خوندیتابه نړیوالې موسسې یا Save the Children هم په افغانستان کې د روغتیا، تغذیې او پوهنې اړوند ځینو پروګرامونو د بیا پیلولو اعلان کړی و.
پاملرنې موسسې پخپله خبرپاڼه کې لیکلی دی چې ددوی ښځینه کارمندانې ددوی د سازمان اړینه برخه ده او د هغوی له شتون پرته یې چارې پر مخ نه شی وړلای.
پاملرنې موسسې هیله مندې ښودلې چې په نادولتی موسسو کې د ښځو پر کار لګېدلی بندیز لغوه شی او زیاته کړې یې ده چې د داسې لارو چارو په لټه کې به وی چې ددوی کارمندان وکولای شی په ټولو برخو کې په ځانګړی ډول مېرمنو او نجونو ته ژوند ژغورونکی خدمتونه وړاندې کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.