کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۷ مه نېټه):
د مالیزیا هېواد د لوړو زده کړو وزیر محمد نورالدین پرون د سرپرست افغان حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په نوم یو لیک استولی چې په دې لیک کې له افغان لوری څخه د دغې پرېکړې د بدلون غوښتنه شوې.
د راپورونو له مخې د مالیزیا د لوړو زده کړو وزیر دا لیک په کابل کې د خپل سفارت له لارې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته سپارلی دی.
په دې لیک کې مالیزیا د خپل هېواد د ښځینه محصلینو تجربه هم له سرپرست افغان حکومت سره شریکه کړې ده.
مالیزیا هیله مندی ښودلې چې په دغه لیک سره به افغان لوری له پوهنتونونو څخه د نجونو د مخنیوی پرېکړه بدله کړی.
افغان لوری په ځانګړی توګه بیا د لوړو زده کړو وزارت تر اوسه د دغه لیک د راتلو او په اړه یې د غبرګون ښودلو په اړه څه نه دی ویلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ