د مالیزیا ځینې سکټوری ادارې له افغان پانګوالو سره خپلې تجربې شریکوی

ګهځ نیوز: نن دوشنبه (د چڼګاښ/سرطان ۲۷مه او د جولای میاشتې ۱۸مه نېټه ده) د مالیزیا هېواد ۱۰ سکټوری ادارې غواړی په افغانستان کې له افغان پانګوالو او یوشمېر سکټوری ادارو سره خپلې تجربې شریکې کړی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله تویټر پاڼه څرګنده کړې، چې دواړو لورو په همدې موخه نن دوشنبه په کابل کې درې ورځینی ورکشاپ پیل کړی.
د وزارت په خبره، د یاد ورکشاپ په پرانیست غوڼده کې، دواړو خواو ټینګار کړی چې ورکشاپ به د سوداګرۍ او همداراز د پانګونې په برخه کې د دواړو هېوادونو اړیکې ښې کړی.
سره له دې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دغو سکټوری ادارو نومونه نه دی لیکلی خو له دې وړاندې د د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقی د افغانستان لپاره د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړی سلاکار سره په افغانستان کې د اسلامی بانګدارۍ په برخه کې د همکارۍ او دغه شان په نورو سوداګریزو برخو کې د پانګونې غوښتنه کړې وه.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.