کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۹ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مالیې وزارت د نفتی موادو د کېفیت او څارنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې هېواد ته د واردېدونکو نفتی موادو کېفیت د ټاکل شویو معیارونو له مخې ارزوی.
د تازه معلوماتو له مخې، د کېفیت نه برابرېدو له امله ۱۲۴ ټانکره نفتی مواد له ګمرکونو څخه بېرته مسترد شوی دی.
په مسترد شویو موادو کې ۸۸ ټانکره ډیزل د فراه له ګمرک څخه، ۳۳ ټانکره ډیزل او ۳ ټانکره اوبلن ګاز د نیمروز له ګمرک څخه ګرځېدلی دی.
د مالیې وزارت مسوولین وایی، د نفتی موادو کېفیت ته ژمن دی او اجازه به ور نه کړی، چې ټیټ کېفیت محصولات د هېواد بازارونو ته داخل شی، څو د خلکو روغتیا او د وسایطو تخنیکی حالت ته زیان ونه رسیږی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ