کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۲ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر پر اساس پاکستان څخه د افغانستان لخوا په کېدونکو وارداتو کې ۸۱.۳۰ سلنه کمښت راغلی دی.
د خبر پر بنسټ، د سوداګرۍ او صنایعو خونې پخوانی مشر خان جان الکوزی ویلی، افغانستان اوس د خپل تجارت لپاره متبادلې لارې موندلی، چې له همدې امله دغه هېواد سره وارداتی اړیکو کمښت موندلی.
د خبر له مخې افغانستان څخه پاکستان ته وچې او تازه مېوې او له دې سربېره د ډبرو سکاره صادریږی، چې په دغو صادراتو کې هم په لویه پیمانه کمښت راغلی دی.
بل لور بیا پاکستانی رسنیو د دغه هېواد د مرکزی بانک د مسوولینو له قوله خبر ورکړی، چې د سږنی مالی کال په لومړیو څلورو میاشتو کې یې د تېر کال په پرتله افغانستان ته صادرات ۲.۶۵ سلنه زیات شوی دی.
د یاد بانک ویلی، د جولای او اکتوبر میاشتو په موده کې یې افغانستان ته صادرات ۱۸۰.۶۸۶ میلیونه ډالر وو، چې دا په تېر مالی کال کې ۱۷۶.۰۱۹ میلیون ډالر ریکارډ شوی وو.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ