د محمد ظاهرشاه د مړینې ۱۵ تلین په تړاو د کرزی پیغام؛ د افغانستان خیرخواه، ترقی غوښتونکی، او د افغانانو د ملی وحدت حامی پاچا و
ګهیځ نیوز: د افغانستان د وروستی پاچا علی حضرت محمد ظاهر شاه د مړینې ۱۵ کاله پوره شو.
د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی د محمد ظاهر شاه د شخصیت په اړه وایی، چې مرحوم شاه د افغانستان یو خیرخواه او پرمختګ پلوی پاچا و.
هغه پر خپل فیسبوک لیکلی: د ملت بابا ارواښاد اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د افغانستان خیرخواه، ترقی غوښتونکی، زړه سواند او د افغانانو د ملی وحدت حامی پاچا و چې د خپلې پاچاهۍ په طلایی دوره کې یې د افغانستان لپاره بنسټیز او د قدر وړ خدمتونه تر سره کړل.
د کرزی په خبره، د نوموړی په دوه کې افغانستان په ټولنیز، اقتصادی او فرهنگی برخو کې د پام وړ پرمختگ وکړ.
هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې د اساسی قانون جوړښت، د ډیموکراسۍ پیل او دغه راز د ولسونو د ملی یوالی ساتنه د شاه له سترو کارنامو څخه شمېرل کېږی.
گهیځ