معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د مزار شریف ښار کې د ۱۲ میلیونو افغانیو په ارزښت د مزار ښاروالۍ لخوا د یوه سړک قیر اچولو چارې پیل شوې

د مزار شریف ښار کې د ۱۲ میلیونو افغانیو په ارزښت د مزار ښاروالۍ لخوا د یوه سړک قیر اچولو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۶ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مزار شریف ښار د درېیمې او دوهمې ناحیې تر منځ سیمه کې د روضې شمال لور ته د مزار مال زېر زمینی سړک چې د ناصر خسرو بلخي په نوم هم مشهور دی، د قیر اچولو چارې د مزار ښاروالۍ د مرستیال په شتون کې پیل شوې.
د خبر له مخې د دغې پروژې د قرار دادي شرکت مسوول ویلي، چې دغه سړک به ډېر ژر په معیاري توګه جوړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د یادې سیمې اوسېدونکو د مزار ښاروالۍ له دغه اقدامه هرکلی کړی دی.
د یادولو وړ ده، چې د مزار شریف ښار د درېیمې او دوهمې ناحیې تر منځ دغه سیمه کې د مزار مال زېرزمیني دواړو خواو سړک ۲۲۰ متره اوږدوالی او ۱۰ متره پڼوالی لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس