د مزار شریف ښار کې د ۱۲ میلیونو افغانیو په ارزښت د مزار ښاروالۍ لخوا د یوه سړک قیر اچولو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۶ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مزار شریف ښار د درېیمې او دوهمې ناحیې تر منځ سیمه کې د روضې شمال لور ته د مزار مال زېر زمینی سړک چې د ناصر خسرو بلخی په نوم هم مشهور دی، د قیر اچولو چارې د مزار ښاروالۍ د مرستیال په شتون کې پیل شوې.
د خبر له مخې د دغې پروژې د قرار دادی شرکت مسوول ویلی، چې دغه سړک به ډېر ژر په معیاری توګه جوړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شی.
د یادې سیمې اوسېدونکو د مزار ښاروالۍ له دغه اقدامه هرکلی کړی دی.
د یادولو وړ ده، چې د مزار شریف ښار د درېیمې او دوهمې ناحیې تر منځ دغه سیمه کې د مزار مال زېرزمینی دواړو خواو سړک ۲۲۰ متره اوږدوالی او ۱۰ متره پڼوالی لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.