د مس عینک کان د استخراج چارې به په معیاری ډول پر مخ لاړې شی

کابل-ګهیځ نیوز(د اسد  ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مس‌ عینک قراردادی کمپنۍ رییس شانګ د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د مس‌ عینک کان د استخراج عملی چارو د پیل په مراسمو کې ویلی، چې د یاد کان د استخراج چارو د پپل په برخه کې لویه ستونزه د بشپړ امنیت تامین و، چې اوس دغه ستونزه حل شوې.

نوموړی ویلی، د امنیت په ټینګښت سره به اوس د دغه کان د استخراج چارې په ښه او معیاری ډول مخې ته لاړې شی.

دې غونډې ته د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د مس عینک کان استخراج د کاری فرصتونو په برخه کې د هېوادوالو لپاره ګټور بللی او ډاډ یې ورکړی، چې د دې کان د استخراج ټولې چارې به د کانونو او پټرولیم وزارت له لایحې او معیار سره سم پرمخ لاړې شی.

دغه کان چې د نړۍ دوهم ستر د مسو کان بلل کیږی، د استخراج چارې یې تر ۱۵ کلن ځنډ وروسته نن بېرته پیل شوې.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.