کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، خپلې څېړنې یې پیل کړي چې د مس عینک له کانه د استخراج بهیر، چاپېریال ته زیان و نه رسوي.
د مسوولینو په وینا قراردادي شرکت باید د دغه کان د استخراج چارې د نړیوالو معیارونو پر بنست ترسره کړي.
بل لور د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو ډاډ ورکړی، چې د مس عینک کان د استخراج بهیر به په معیاري ډول ترسره شي او تر هغې وروسته د مسو د ویلي کولو او پروسېس بهیر هم ترسره کیږي.
د MCC شرکت تخنیکي مرستیال وايي، هڅه کیږي چې د مس عینک په استخراج سره د افغانستان د اقتصادي پرمختګ، د عوایدو د زیاتېدو او د خلکو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره شي.
د مس عینک د کان قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره د چین له MCC شرکت سره لاسلیک شوی و او اټکل شوی، چې د لوګر د مس عینک په کان کې به څه باندې ۱۱میلیون ټنه مس شتون ولري.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/