د مس‌ عینک کان د چاپېریالی اغېزو ارزونې په موخه مشورتی ناسته شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د چاپېریال ساتنې ملی اداره وایی، خپلې څېړنې یې پیل کړی چې د مس عینک له کانه د استخراج بهیر، چاپېریال ته زیان و نه رسوی.

د مسوولینو په وینا قراردادی شرکت باید د دغه کان د استخراج چارې د نړیوالو معیارونو پر بنست ترسره کړی.

بل لور د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو ډاډ ورکړی، چې د مس عینک کان د استخراج بهیر به په معیاری ډول ترسره شی او تر هغې وروسته د مسو د ویلی کولو او پروسېس بهیر هم ترسره کیږی.

د MCC شرکت تخنیکی مرستیال وایی، هڅه کیږی چې د مس عینک په استخراج سره د افغانستان د اقتصادی پرمختګ، د عوایدو د زیاتېدو او د خلکو لپاره د کاری فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره شی.

د مس عینک د کان قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره د چین له MCC شرکت سره لاسلیک شوی و او اټکل شوی، چې  د لوګر د مس عینک په کان کې به څه باندې ۱۱میلیون ټنه مس شتون ولری.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.