معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د مس عینک کان ۳۱۵ لرغوني اثار ملي موزیم ته لېږدول شوي

د مس عینک کان ۳۱۵ لرغوني اثار ملي موزیم ته لېږدول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۵ نېټه):
د ملي موزیم سرپرست ويلي، چې د لوګر له مس عينک کان څخه له ۳۱۵ زیات لرغوني اثار چې ۲ زره کاله پخوانۍ لرغونتیا لري، ملي موزیم ته لېږدول شوي دي.
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند ويلي، چې د دغې پروژې د چارو د پرمختګ او لرغونو اثارو د موندلو لپاره له یونسکو او آغاخان بنسټ سره تفاهم ته رسېدلي دي.
دغه وزارت زیاتوي، چې د مس عينک کان د ساحې اثار د موزیم په نړیواله ورځ نندارې ته وړاندې شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د لرغونو اثارو د شتوالي له امله د مس عینک پروژې کار ځنډېدلی دی.
د لوګر د مس عينک کان تړون په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې د چین له MCC شرکت سره لاسلیک شو، خو تر اوسه د دغه کان د استخراج چارې نه دي پيل شوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس