کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۵ نېټه):
د ملی موزیم سرپرست ویلی، چې د لوګر له مس عینک کان څخه له ۳۱۵ زیات لرغونی اثار چې ۲ زره کاله پخوانۍ لرغونتیا لری، ملی موزیم ته لېږدول شوی دی.
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند ویلی، چې د دغې پروژې د چارو د پرمختګ او لرغونو اثارو د موندلو لپاره له یونسکو او آغاخان بنسټ سره تفاهم ته رسېدلی دی.
دغه وزارت زیاتوی، چې د مس عینک کان د ساحې اثار د موزیم په نړیواله ورځ نندارې ته وړاندې شی.
د کانونو او پټرولیم وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خبری غونډه کې ویلی، چې د لرغونو اثارو د شتوالی له امله د مس عینک پروژې کار ځنډېدلی دی.
د لوګر د مس عینک کان تړون په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې د چین له MCC شرکت سره لاسلیک شو، خو تر اوسه د دغه کان د استخراج چارې نه دی پیل شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ