کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ملي دفاع وزارت ویلي، ۵۰ عرادې هغه چایندار ټانګونه چې په تېرو څو کلونو کې تخریب شوي وو، د دوی د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري بېرته ترميم او فعاله شول.
د خبر پر بنسټ، د یاد وزارت مسوولینو د تخنیکي او مسلکي انجینرانو هڅې ستایلي او له دوی څخه یې غوښتي، چې د بیت المال په ساتنه کې خپله پاملرنه نوره هم زیاته کړي.
تر دې وړاندې هم یو شمېر ټانګونه، چورلکې او نور تخریب شوي نظامي وسایل او وسایط د دغه وزارت د تخنیکي او مسلکي انجینرانو له لوري ترمیم او فعال شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/