کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ملی دفاع وزارت ویلی، ۵۰ عرادې هغه چایندار ټانګونه چې په تېرو څو کلونو کې تخریب شوی وو، د دوی د تخنیکی او مسلکی ټیم له لوری بېرته ترمیم او فعاله شول.
د خبر پر بنسټ، د یاد وزارت مسوولینو د تخنیکی او مسلکی انجینرانو هڅې ستایلی او له دوی څخه یې غوښتی، چې د بیت المال په ساتنه کې خپله پاملرنه نوره هم زیاته کړی.
تر دې وړاندې هم یو شمېر ټانګونه، چورلکې او نور تخریب شوی نظامی وسایل او وسایط د دغه وزارت د تخنیکی او مسلکی انجینرانو له لوری ترمیم او فعال شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ