د ملی لوبډلې یو شمېر لوبغاړو د طبی انسټیټیوټونو پر بندېدو اندېښنه څرګنده کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان ملی لوبډلې یو شمېر لوبغاړو د حکومت له‌ خوا د طبی انسټیټیوټونو د تړل کېدو پر پرېکړه سخته خواشینې ښودلې او دا پرېکړه یې غندلې ده.

راشد خان، محمد نبی، رحمان‌الله ګربز او ګلبدین نایب په جلا – جلا پیغامونو کې له افغان حکومته غوښتنه کړې، چې په دې پرېکړې دې بیا غور وکړی.

دوی ویلی، د طبی انسټیټیوټونو بندیدل نه یوازې د زده‌ کوونکو راتلونکی زیانمنوی؛ بلکې د ټولنې لپاره هم سترې ستونزې راولاړولای شی.

یاده پرېکړې په کور دننه او بهر هم پراخ غبرګونونه راوپارولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نجونو د زده‌ کړې او کار بندیز په دوامداره توګه د بحث موضوع ګرځېدلې او پر حکومت د بندیزونو د پای ته رسولو لپاره نړیوال فشارونه زیات شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.