کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۳مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې زېږدیز کال د جون میاشتې په پای کې د افغانستان په اړه غونډه جوړوی.
په ملګرو ملتونو کې د متحده عربی اماراتو سفیرې لانا نسیبه په یوه کنفرانس کې ویلی، چې دغه غونډه به د جون پر ۲۱مه نېټه جوړه شی.
متحده عرب امارات به دغه میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره یی مشری کوی.
نسیبه زیاته کړې، امارات به د امنیت شورا د غړی او دوره یی مشر په توګه هڅه وکړی، چې د افغانستان په اړه د هېوادونو همغږی لا پیاوړې شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ