کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومی منشی ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا تېره ورځ د امنیت شورا په غونډې کې ویلی، چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نظر لوی اختلاف لا هم په خپل ځای دی او تعامل ورسره په ښه لوری روان نه دی.
نوموړې ویلی، چې د سرپرست حکومت له چارواکو سره په غونډو کې د ښځو او نجونو د زده کړو، کار او ټولګډونه حکومت د جوړولو په ګډون د نظر په یو لړ اختلافاتو یې خبرې کړې دی.
اوتونبایوا ویلی، چې د سرپرست حکومت له چارواکو سره د تعامل د مثبتې لارې د نشتوالی په اړه ډېره اندېښنه لری او که دا همداسې ورو روان وی، نه به د نړیوالې ټولنې اندېښنو ته او نه به هم د افغانانو ضرورتونو ته ځواب وویل شی.
نوموړې ویلی، د سرپرست حکومت چارواکو سره خبرې د هغوی د رسمیت پېژندلو په مانا او ورسره تعامل د هغوی د تګلارې د منلو په مانا نه دی، بلکې د دغو تګلارو د بدلولو یوه هڅه ده. هغې د سرپرست حکومت چارواکو سره د تعامل لپاره د یوې بلې ارزول شوې تګلارې غوښتنه وکړه.
د دې ټولو مسایلو د شتون سربېره نوموړې ټینګار کړی چې له سرپرست حکومت سره باید د خبرو دروازې ونه تړل شی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳
گهیځ