د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه پرېکړه‌ لیک تصویب کړ

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۹ مه نېټه):

د راپورونو له مخې ملګرو ملتونو کې د متحده عربی امارتو استازولۍ پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلی، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه هغه پرېکړه لیک تصویب کړ، چې د افغانستان وضعیت د خپلواکې ارزونې د پلی کولو په موخه وړاندیز شوی و.

د راپور پر بنسټ دغه ارزونه تېره میاشت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږی کوونکی، فریدون سینیرلی اوغلو لخوا یادې شورا ته وړاندې شوې وه.

د راپور پر اساس یادې استازولۍ لیکلی، دا پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو ټول غړی او نور ونډه وال هڅوی، چې له افغانستان سره په همغږی ډول نړیوال تعامل زیات کړی.

د دې پروسې موخه دا ده چې افغانستان له خپل ځان او ګاونډیو سره په سوله کې وی او نړیوالې ټولنې سره په بشپړه توګه یو ځای شی.

هېره دې نه وی چې دې پرېکړه لیک ټول ټال ۱۳ مثبتې رایې اخیستی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.