د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزه کې د بشری وقفې غوښتنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ روانه جګړه کې د بشری وقفې غوښتنه کړې ده.
دوی د هغه پریکړه لیک له مخې چې د دې شورا دولسو غړیو ورته بیګا شپه ناوخته مثبتې رایې ورکړې، په غزې تړانګه کې د مرستې رسولو په موخه د یوې داسې وقفې چې څو ورځې دوام وکړی، غوښتنه کړې.
د امریکا متحدو ایالتونو، روسیې او برېټانیا چې درې واړه د امنیت شورا دایمی غړی او د ویټو حق لری، دې پریکړه لیک ته چې مسوده یې د مالتا له خوا وړاندې شوې وه، له رایې ورکولو ډډه کړې.
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې غزه کې اسراییلی ځوکونو په خپلو روانو بریدونو کې تر اوسه نږدې ۱۲ زره بې دفاع فلسطینی وګړی وژلی او په زرګونو نور یې ژوبل کړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.