کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان د وضعیت په تړاو په دغه سازمان کې د تړلو دروازو تر شا غونډه جوړوی.
بلخوا د سرپرست حکومت ویاند ویلی، چې دغه سازمان دې د بې ارزښته مسایلو پر ځای، د سرپرست حکومت، ملګرو ملتونو او د سیمې هېوادونو ترمنځ پر ستونزو تمرکز وکړی.
نوموړی وایی، چې ملګری ملتونه باید له سرپرست حکومت سره د نړۍ د هېوادونو د ډیپلوماټیکو تعاملاتو مخه ونه نیسی.
تر دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمی استازولۍ سرپرست ویلی وو، چې ټاکل شوې ده په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشی د ملګرو ملتونو د ۲۷۲۱ پرېکړهلیک په تعقیب د افغانستان د وضعیت او د افغانستان لپاره د ځانګړی استازی د ټاکلو په تړاو راپور وړاندې کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ