کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د سوریې پر وروستي وضعیت بېړنۍ غونډه جوړوي.
د خبر پر بنسټ دغه غونډه به د بندو دروازو تر شا ترسره شي او د سوریې د سیاسي او امنیتي وضعیت د راتلونکي په اړه به په کې بحث وشي.
دا غونډه یوه ورځ وروسته تر هغې کیږي چې په سوریه کې د بشار الاسد د کورنۍ نږدې نیمې پېړۍ واکمني پای ته ورسېده او واک د تحـ ـریر الشام په مشرۍ د حکومت مخالفې وسلوالې ډلې لاس ته ولوېد.
د راپورونو پر اساس د سوریې پرځېدلی ولسمشر بشار الاسد او د هغه کورنۍ د دمشق تر سقوط وروسته مسکو ته تللي دي.
د روسیې دولتي رسنیو د معلوماتو له مخې، مسکو نوموړي ته بشردوستانه پناه ورکړې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/