د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د سوریې وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه جوړوی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د سوریې پر وروستی وضعیت بېړنۍ غونډه جوړوی.

د خبر پر بنسټ دغه غونډه به د بندو دروازو تر شا ترسره شی او د سوریې د سیاسی او امنیتی وضعیت د راتلونکی په اړه به په کې بحث وشی.

دا غونډه یوه ورځ وروسته تر هغې کیږی چې په سوریه کې د بشار الاسد د کورنۍ نږدې نیمې پېړۍ واکمنی پای ته ورسېده او واک د تحـ ـریر الشام په مشرۍ د حکومت مخالفې وسلوالې ډلې  لاس ته ولوېد.

د راپورونو پر اساس د سوریې پرځېدلی ولسمشر بشار الاسد او د هغه کورنۍ د دمشق تر سقوط وروسته مسکو ته تللی دی.

د روسیې دولتی رسنیو د معلوماتو له مخې، مسکو نوموړی ته بشردوستانه پناه ورکړې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.