کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۱۵):
د راپورونو له مخې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو پلاوی کندهار ته راغلی دی.
دغه پلاوی په کندهار کې له یو شمېر ځایی مسوولینو سره لیدنې ترسره کړی دی.
په دې اړه په خپره شوې اعلامیې کې راغلی چې د امنیت شورا یاد پلاوی پرون د کندهار له امنیه قومندان سره د پروژو د تطبیق په برخه کې د همکاریو او ځینو نورو مسایلو په اړه خبرې_اترې کړی دی.
د کندهار امنیه قومندان د ملګرو ملتونو دغه پلاوی ته په خپلو خبرو کې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ