د ملګرو ملتونو سرمنشی ویلی، د هرات له زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرستې کوو

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوترش، په افغانستان کې له زلزله‌ ځپلو سره د خواخوږۍ تر څنګ ویلی، چې ملګری ملتونه او شریکان یې له سرپرست حکومت سره په همغږۍ، دغه هېواد کې له زلزله‌ ځپلو سره بېړنۍ مرستې کوی.
ګوترش پر نړیوالې ټولنې هم غږ کړی، چې په هرات کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره چې له دغې غمیزې څخه مخکې یې هم مرستو ته اړتیا لرله، لاسنیوی وکړی.
تېر ماښام شپږ بجې هم یوې زورورې زلزلې چې شدت یې د رېښتر په کچه ۵٫۱ درجې وو، د هرات ځینې برخې ولړزولې.
تېر ورځ دا درېیم ځل وو، چې په یو ورځ کې هرات زلزلو ولړزولو.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.