کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۲مه نېټه):
د ملګرو ملتونو پلاوی په تورخم کمپ کې له افغان مسوولینو سره د کډوالو لپاره د مرستو پر تنظیم خبرې وکړې
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په تورخم عمری کمپ کې د ننګرهار مرستیال والی په مشرۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازی مرستیال سره د بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره د مرستو تنظیم او ټولولو په موخه ناسته وشوه.
دې ناسته کې د بېرته راستنېدونکو افغانانو دوهم پړاو پیلېدو اړوند کډوالو ته د لازمو اسانتیاوو او مرستو پر برابرولو خبرې وشوې.
ناسته کې د مرستیال والی په مشرۍ د بهرنیو چارو رییس او د تورخم کمیسار د شته ستونزو او مسایلو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازی له مرستیال سره خبرې وکړې.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازی مرستیال دغه ناسته کې ژمنه وکړه، چې راستنېدونکو افغانانو سره د هر اړخیزو مرستو تنظیم لپاره به خپلې ټولې هڅې په کار واچوی.
نوموړی ډاډ ورکړ، چې مرسته کوونکی سازمانونه او هېوادونه به د لا زیاتې مرستې او لاسنیوی په موخه وهڅوی.
تورخم عمری کمپ کې په داسې مهال د افغان چارواکو او د ملګرو ملتونو د لوړ رتبه پلاوی ترمنځ ناسته کیږی، چې دې وروستیو کې د پاکستانی حکومت له لوری د کډوالو دوهمې څپې د پیلولو تر خبرداری وروسته یو وار بیا د راستنېدونکو افغان کډوالو په شمېر کې ډېرښت راغلی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ