کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال د منځنۍ آسیا هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان، ایران او چین پر یووالی ټینګار کړی.
نوموړی چې د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې په غونډه کې خبرې کولې ویلی، د افغانستان او ایران ترمنځ اقتصادی پیاوړتیا د سوداګرۍ د زیاتوالی او د ګډو پانګونو لپاره د مناسبو شرایطو برابرولو پورې تړلې ده.
بل لور کابل کې د ایران سفیر علی رضا بېکدلی چې د دغې غونډې ګډونوال و، د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادی او سیاسی اړیکو د لا پراختیا ډاډ ورکړی دی.
په دغه غونډه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مهمند د ایران له سفیر غوښتی، چې د ایران د دولت په همکارۍ د افغانستان د وچې مېوې لپاره تعرفوی اسانتیاوې برابرې کړی، څو صادرات او واردات په متوازنه توګه ترسره شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ