د مهترلام ښار په بازار کې له لاسی کراچیو څخه نا قانونه پیسې اخیستل کېږی

د مهترلام ښار په بازار کې له لاسی کراچیو څخه نا قانونه پیسې اخیستل کېږی
راپور : رویا سیاوش
د ګهیځ موندنې ښیی چې د لغمان ولایت د مرکز مهتر لام ښار اړوند د رئیس بازار په نامه سیمه کې د حاجی ګل ولی په نامه د یوه کس تر فرمان لاندې د انضباط شهری په نوم ډله، له لاسی سوداګرو او کراچی وانانو په غیر قانونی بڼه باج اخلی.
دغه موندنې ښکاروی چې له کراچی وانانو څخه په غیر قانونی توګه باج اخیستونکی دعوه لری چی ګواکې دوی د ښاروالۍ اړوند کسان دی، په داسی حال کې چې د مهترلام د ښاروالۍ چارواکی بیا دا خبره ردوی او وایی چې انضباط شهری له دوی سره کوم رسمی سند او جواز نلری او زیاتوی چې دا پیسې شخصی جیبونو ته ځی.
همدارنګه د رئیس بازار سیمې ډېر کراچی وانان او د لاس ګاډیو درلودونکو کسانو په وینا له دوی څخه لس افغانۍ د ښاروالۍ د رسمی د تهجایی په نامه، د ټکټ په اخیستو سره ورکوی او پر دې سربېره د انضباط شهری په نوم. چې له هر ډول سند او رسید پرته له دوی څخه اخیستل کېږی.
دغه کراچۍ چلونکی وایی چې د انضباط شهری ډله نه یوازې له هر ډول سند پرته له دوی څخه پیسې اخلی، بلکی د پیسو د نه ورکړې په صورت کې او یا په مختلفو بهانو د دوی کراچۍ هم چپه کوی او مالونه یی تر پښو لاندې کوی حتی کراچی وانان هم وهی او ټکوی.
همدارنګه د یاد بازار عام دوکانداران شکایت لری چې د انضباط شهری په نامه دغه ډله، نه یوازې د ښاری نظم له منځه وړی، بلکې په ښار کې د بې نظمۍ او د یو ډول وحشت خپرولو سبب هم کېږی.
دغه خلک وایی چې دوی د مهترلام ښاروالۍ له لورې نه ځورول کېږی خو د انضباط شهری په نوم د دغې ډلې کسان چې د مهترلام ښار د رئیس بازار د حاجی ولی په نامه د یوه شخص له خوا جوړه شوې، دوی ځوروی او غیر قانونی پیسې ترې اخلی.
د مهترلام ښار په منځنۍ برخه کی د جامع جومات تر څنګ یو کراچۍ چلونکی چې نه غواړی نوم یې واخیستل شی د ګهیځ خبریالې ته په خپلو خبرو کی وایی چې دوی ته هره ورځ یوه پارچه د ښاروالۍ له خوا ور کول کېږی او بل خوا له هر ډول پارچې او سند پرته د انضباط شهری په نوم یوه ډله راځی او پیسې اخلی.
دغه کراچۍ چلونکی زیاتوی چې انضباط شهری، نه یواری دا چې د ښار نظم نه نیسی، بلکې د بې نظمۍ لامل هم کېږی.
بل خوا د ګل محمد په نامه د مهترلام ښار بل کراچۍ چلونکی هم وایی چی: “مونږ ته د ښاروالۍ له خوا نه کوم مشخص ځای ندی ټاکل شوی او اوس هم چی زه په کوم ځای کې ولاړ یم، مؤقتی دی او کله چی ترافیک یا انضباط شهری راشی ما له دې ځای نه شړی.”
ګل محمد کاکا د انضباط شهری په اړه وایی چې دوی ډېر ځوروی او په غیر قانونی ډول پرته له هر ډول سند نه ترې پیسې اخیستل کېږی او لدې سره سره، وهل او ټکول کېږی هم.
ددی تر څنګ یو بل ځوان کراچۍ لرونکی چې د قلعه شیخانو اوسېدونکی دی، خپل سر ګذشت داسی بیانوی: ” په سړک مې ګندنه او پالک په لاس ګاډی کې خرڅول، چې یو دم د انضباط شهری په نامه یو کس له ډنډې سره راغی او زما ګندنه او پالک یې را ته په ډنډه باندې ووهله لیرې یې وغورځول او له دې سره یې زما په مخ هم څپېړه راکړه.”
د یونس چوک یو اوسیدونکی چې په لاس ګاډی یا کراچۍ کې سودا پلوری، د نوم نه ښودلو په شرط وایی: “انضباط شهری نه یوازې دا چې د ښار نظم خرابوی، بلکې په ښار کې د یو ډول وحشت د خپرېدو سبب هم ګرځی، کراچۍ ګانې چپه کوی، مالونه یې تر پښو لاندې کوی او د دې تر څنګ ځوان، زاړه او آن هغه ماشومان چی لاس ګاډی لری، د انضباط شهری په نوم وهل او ټکول کېږی.”
بل خواته د مهترلام ښاروالۍ د عوایدو مدیر په خپلو خبرو کې وایی چې د انضباط شهری په نامه ډله په ښاروالۍ پورې هېڅ اړه نلری او نه له ښاروالۍ. سره کوم رسمیت لری.
فضل ربی ساپی چې له تېرو دوه کاله او درې میاشتو راپدېخواه د مهترلام د ښاروالۍ د عوایدو د مدیر په توګه دنده تر سره کوی، وایی چې انضباط شهری ډله غیر قانونی ده او د دوی له خوا را ټولې شوې پیسې شخصی جیبونو ته ځی.
د مهترلام د ښاروالۍ د عوایدو مدیر ښاغلی ساپی زیاتوی چې دوی د لاسی کراچیو او نورو پلورونکو څخه د مالیاتو را ټولولو لپاره یوه لایحه لری او هره کراچۍ ځان ته مشخصه تهجایی ورکوی، د مثال په ډول د یو متر مربع ځای پنځه افغانۍ ترې اخلو، که دوه متر متر مربع وی لس افغانۍ ترې اخلو چې دا نرخونه د ولایت مقام له خوا ټاکل شوی دی.
د مهترلام ښاروالۍ دغه چارواکی ددې تر څنګ یادونه وکړه چې د کراچی وانانو او ریکشانوانانو شکایت هغه وخت ډېر پورته کېږی چې د ښاری نظم کمیسیون، دوی له خپل ځای څخه لیرې کړی، یعنې کله چی په ښار کې ګډوډی او د ځای کموالی را منځ ته کوی، نو ښاری کمیسیون مجبورېږی چې دوی لیرې کړی.
ښاغلی ساپی په ټېنګار سره وویل چې هغه پیسې چې د انضباط شهری په نامه چې څوک له کراچی وانانو پیسې اخلی، هغه په ښاروالۍ پورې هېڅ اړه نلری او دا ډله له ښاروالۍ سره کوم رسمیت نلری او نه ښاروالۍ د دوی د کارونو په جریان کې ده.
د مهترلام ښاروالۍ دا چارواکی زیاتوی چې د مهترلام ښار د عوایدو ټولونه ټوله د دوی په ادارې پورې اړه لری، خو په ترڅ کې یې د عامو خلکو په منځ کې د عامه پوهاوی له نه شتون څخه نا خوښی څرګندوی او وایی چې خلک د ښاروالۍ له خدماتو سره ندی بلد.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.