د مهترلام ښار په واټونو کې د نا قانونه وسله والو ګرځېدل، خلک اندېښمن کړی دی
خبریال: محمد ګلاب ابراهیمی
د ګهیځ خبریالانو داسې ویډو ګانې ترلاسه کړې چې، په مهترلام ښار کې په ملکی جامو کې یو شمېر نا قانونه وسله وال په واټونو کې ګرځی چې نه کوم رسمی یونیفورم لری او نه یې اړونده جهت معلوم دی.
د مهتر لام اوسیدونکی له دغو وسلوالو څخه په اندېښنه کې دی او شکایت لری چې د لغمان امنیه قوماندانۍ لا پدې نه ده توانیدلې چې د دغو نا قانونه وسلوالو مخه ونیسی.
د لغمان ولایت یو تن هټیوال حکمت الله وایی چې دوی هره ورځ ګوری چې په ښار کې بې یونیفورمه وسلوال ګرځی، سړی حیران شی چې دا څوک دی.
نوموړی وایی د لغمان ډېر خلک شاهدان دی چې ډېر ځله د دغسې وسله والو په ډزو خلک وژل شوی دی.
دی وایی اکثره دا خلک چې په غیر قانونی ډول وسلې ګرځوی، زرواکی دی یا د زور واکو اړوند وسله وال ساتونکی چې له حکومت او اړونده ادارو هېڅ ډول وېره نلری.
دغه هټیوال زیاتوی: “مهترلام ښار کې په شخصی جامو کې وسله وال لیدل کېږی چې هره ورځ هرې خوا ګرځی راگرځی او د ښار ټول اوسېدونکی له دوی څخه وېره لری، سړی حیران شی چې دا خلک څوک دی؟ اکثره مرګونه او قتلونه هم د همدوی په وسیله کېږی، موږ هټیوال هم له دوی څخه وېره لرو.”
د مهترلام ښار یو تن ریکشا چلوونکی بریالی هم په غیر قانونی ډول د وسلو له ګرځوونکو څخه وېره لری او وایی چې دا په ښاریانو باندې ډېر زیات بد تأثیر لری.
نوموړی زیاتوی څو ورځې وړاندې په مهترلام ښار کې یو تن چې په شخصی جامو کې یې وسله ګرځوله، په یو کس باندې یې ډزې وکړې او هغه یې ټپی کړ، چې وروسته بیا دغه وسله وال ونیول شو.
بریالی وایی چې: “د ښار ټول اوسېدونکی له دوی څخه وېره لری، یو ناڅاپه په شخصی جامو کې یو وسله وال کس ښار ته داخلیږی، موږ څه خبر یو چې دا څوک دی؟”
بریالی زیاتوی چې: “دولت باید د دوی غمه وخوری که دا نظامی کسان وی باید خپلې ځانګړې جامې یا یونیفورم واچوی، که نا معلوم خلک وی باید ونیول شی ځکه دوی د ټول ښار نظم خراب کړی دی، غلاوې، قتلونه او نورې ستونزې همدوی جوړې کړې.”
د مهترلام ښار یو بل تن اوسېدونکی عبدالبصیربیا وایی که چېرته د مسؤولو او غیر مسؤولو وسلوالو ترمنځ فرق ونشی نو ستونزې لا پسې زیاتیږی.
عبدالبصیر زیاتوی چې: “که چېرته دغه ستونزه حل نشی، د ښار نظم نور هم خرابیږی، ستونزو ته نوره هم لاره هواریږی، ځکه موږ هره ورځ وینو چې په ښار کې په شخصی جامو کې خلک وسلې ګرځوی چې د طالبانو له وسلوالو سره یې هېڅ فرق نه کېږی، موږ څه پوهېږو چې دا نظامیان دی، مخالفین دی یا بل څوک؟”
د لغمان ولایت ټولنیز فعالان هم په ښار کې په غیر قانونی ډول د وسلو ګرځول د عامه نظم د خرابیدو سبب یادوی او د مسؤولو چارواکو څخه ددې ډول کړنو د مخینوی غوښتنه کوی.
ټولنیز فعال جاوید مسرور وایی د ښار عامه نظم په ټولو وګړو پورې مربوط دی، چې باید وساتل شی هغوی چې په شخصی جامو کې په ښار کې ټوپک ګرځوی دا د عامه نظم د خرابیدو سبب کېږی.
نوموړی زیاتوی چې: “موږ په دې وسلوالو کې دوه ډوله لرو چې یو شمېر یې په دولتی موقفونو کې دی او له خپلې دندې بده استفاده کوی او بله ډله هغوی دی چې خپله شخصی وسله لری یا دښمنی لری نو دا دواړه ډلې ددې وطن لپاره په زیان دی، دوی عامه نظم ګډوډوی، د پولیسو روحیه کمزورې کوی او د ډول ډول نورو ستونزو سبب کېږی.”
د لغمان د ولایتی شورا وکیل محمد ظاهر حسین خېل هم په ښار کې د غیر قانونی وسلو ګرځولو مخالف دی او زیاتوی چې د وکیلانو له نوم څخه بده استفاده دوی ته د منلو نه ده.
نوموړی ددی پوښتنې په ځواب کې چې ډېر خلک دا فکر کوی چې په غیر قانونی ډول وسلې اکثره د ولایتی شورا د وکیلانو په نوم ګرځول کېږی؟وویل: “منم چې د ولایتی شورا د وکیلانو له نامه څخه به استفاده کېږی خو دوی هم ددغو غیر قانونی وسلوالو د مخینوی هڅې پیل کړې او چاته به ددې اجازه ورنکړی چې د ولایتی شورا د یو وکیل له نوم څخه په استفادې وسله وګرځوی.”
حسین خېل همدارنگه وایی: ” زموږ ساتوونکی په یونیفورم سمبال دی، ټول قانونی اسناد لری، کېدای شی زموږ له نوم څخه په استفادې به زموږ نږدې دوستان شخصی وسلې وګرځوی، خو موږ یې په لټه کې یو، دوی د ښار نظم خرابوی، د دوی په شتون کې دلته ډول ډول غیر قانونې کړنې ترسره کېږی.”
له بلې خوا بیا د لغمان د امنیې قوماندان سمونوال منظور ستانکزی هم منی چې په ښار کې په غیر قانونی ډول وسلې ګرځول کېږی خو نوموړی وایی چې دوی تر ډېره ددې کار مخینوی کړی او اوس یې هم په هڅه کې دی.
نوموړی وایی چې: “مونږ ښار ته په دخولی دروازو کې پولیس ګمارلی دی که څه هم محلی پولیس په شخصی جامو کې له خپلو پوستو ښار ته راځی خو د ښار په دخولی دروازو کې ترې وسله اخیستل کېږی بیا ښار ته پرېښودل کېږی، خو کېدای شی یو نیم له وسلې سره هم ښار ته داخل شی چې مونږ په هڅه کې یو تر څو دا ستونزه هواره کړو.”
د لغمان د امنیی قوماندان وایی یو نیم میلمانه چې له نورو ولایتونو راځی، له هغوی سره هم دغه شان ملګری وی چې د یوه ساعت لپاره ښار ته په شخصی جامو کې له وسلې سره ننوزی او پولیس پدې خاطر چې میلمانه دی غرض ورسره نه کوی.
د چارو پوهان هم لدې حالاتو اندیښمن دی، وایی چې په غیر قانونی ډول د وسلو ګرځول فساد ته زمینه برابرول دی.
کار پوه استاذ بهارمل بهار پدې اړه زیاتوی چې په ښار کې بې نظمی همدې غیر مسؤولو وسلوالو جوړه کړې چې له دوی څخه ښاریان، چلوونکی، هټیوال او دې ته ورته نور دښار وګړی وېره لری ځکه دا توپیر یې نه کېږی چې دا څوک او د کومې ډلې خلک دی.
دوی زیاتوی چې په غیر قانونی توګه وسله ګرځول نا امنۍ، ترور، غلا او ورته ستونزو ته زمینه برابروی او همدا راز د عمومی نظم خرابیدو لامل ګرځی چې مخنیوی یې باید جدی شی.
گهیځ