ګهیځ: نن سې شنبه (د مرغومی ۲۱مه) تمه ده چې نن به د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ اداره او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمېشنیرۍ په افغانستان کې خپل ګډ عملیاتی پلانونه اعلان کړی.
په دغه غونډه کې به د افغانستان بشری وضعیت ته د رسیدنې او په سیمه کې له افغان کډوالو سره د مرستې پر لارو چارو خبرې وشی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالۍ کمېشنرۍ مشر فلیپو ګراندی او په بشری او د بېړنو مرستو د همغږی کولو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشی مرستیال مارټین ګریفیټس هم په دې غونډه کې ګډون کوی.
تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلی و چې تېر۲۰۲۱م زیږدیز کال یې په افغانستان کې بشری بحران ته د رسیدنې لپاره یو نیم میلیارډ ډالره راټول کړی دی.
خو د خوړو نړیوال پروګرام ویلی چې افغانستان کې اړو کسانو سره د مرستې لپاره شاوخوا ۲میلیارد و ۶۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو ادارې اټکل کوی چې د افغانستان له ۲۲ میلیونه زیات وګړی بېړنیو بشری مرستو ته اړتیا لری.
گهیځ