د نجونو تحصیل په اړه د سرپرست حکومت پر وروستۍ پرېکړې غبرګونونه دوام لری

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۳۰):
تېره ورځ د لوړو زده کړو وزارت له لوری د یاد مکتوب د خپراوی پرمهال نیویارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه لرله.
د امریکا او برېټانیا په ګډون نړیوالې ټولنې او د نړۍ ډېری واک والو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نورو غړو د سرپرست افغان حکومت دغه پرېکړه ناعادلانه بللې ده.
دوی ویلی چې د سرپرست افغان حکومت دا پرېکړه د ښځو له حقونو څخه یوه بله ناوړه سرغړونه او د هر زده کوونکې لپاره ژور خفګان او مایوسی ده.
ټولنیزو رسنیو کې هم ګڼ شمېر افغانانو دغه پرېکړه غندلې او په دې اړه یې د تجدید نظر غوښتنه کړې.
د عمر زاخېلوال او ضیاءالحق امرخیل په ګډون ګڼ شمېر پخوانیو چارواکو او مشهورو نړیوالو څېرو د سرپرست افغان حکومت دغه پرېکړه غندلې او په دې اړه یې د شوې پرېکړې د بیا ارزولو غوښتنه کړې.
ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر داسې خبرونه هم لاس په لاس شول چې ګوندې کورسونو او نورو روزنیزو ځایونو کې هم د نجونو پر زده کړو بندیز ولګېد، خو رسماً لا تر اوسه په دې اړه څۀ نه دی ویل شوی.
د نجونو پوهنتونی زده کړو د بندښت په اړه د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم ویلی، د هېواد جیدو علماوو د پوهنتونونو نصاب او چاپېریال له شرعی پلوه وارزاوه، چې د هغوی راپور مې له وړاندیزونو سره مشرتابه ته وړاندې کړ.
د ده په خبره امیرالمومنین په خپل هدایت د نجونو لوړې زده کړې د سم شرعی چاپیریال تر برابریدو بندې کړې.
ندیم زیاته کړې چې خلک دې تشویش نه کوی، ځکه په خبره یې دوی به ډېر ژر د خپل کلتور مطابق د ‏لوړو زدکړو شرعی نصاب او چاپېریال برابر کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.