معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د نجونو د زده کړو مسله به له یوې منطقي لارې حل شي

د نجونو د زده کړو مسله به له یوې منطقي لارې حل شي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له بي بي سي سره په یوې مرکې کې د نجونو د زده کړو موضوع د هېواد کورنۍ موضوع بللې او زیاته کړی یې ده، چې حکومت هڅه کوي څو دغې مسلې ته له یوې منطقي لارې حل لار ومومي.
نوموړي دغه مرکه کې زیاته کړې، چې هېواد کې د مخالفتونو او کړکېچونو د رامنځته کېدو څخه د مخنیوي لپاره هڅه کیږي، څو هر څه ژر دغه مسله هواره شي.
متقي د افغانستان په خاروه کې د بهرنیو نظامي اډو د جوړېدو د اوازو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، چې دغه برخه د کوم هېواد لخوا نه ده مطرح شوې او که چېرې سرپرست حکومت د نظامي اډو په جوړوېدو هوکړه کړې وای، نو شل کاله جګړه يې د څه لپاره کوله؟
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر پاکستاني طـ.ـالـ.ـبانو ته د وسلو لېږد او ملاتړ تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ کوم هېواد پر ضد ونه کارول شي.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس