کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی له بی بی سی سره په یوې مرکې کې د نجونو د زده کړو موضوع د هېواد کورنۍ موضوع بللې او زیاته کړی یې ده، چې حکومت هڅه کوی څو دغې مسلې ته له یوې منطقی لارې حل لار ومومی.
نوموړی دغه مرکه کې زیاته کړې، چې هېواد کې د مخالفتونو او کړکېچونو د رامنځته کېدو څخه د مخنیوی لپاره هڅه کیږی، څو هر څه ژر دغه مسله هواره شی.
متقی د افغانستان په خاروه کې د بهرنیو نظامی اډو د جوړېدو د اوازو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې ویلی، چې دغه برخه د کوم هېواد لخوا نه ده مطرح شوې او که چېرې سرپرست حکومت د نظامی اډو په جوړوېدو هوکړه کړې وای، نو شل کاله جګړه یې د څه لپاره کوله؟
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر پاکستانی طـ.ـالـ.ـبانو ته د وسلو لېږد او ملاتړ تورونه رد کړی او ویلی یې دی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ کوم هېواد پر ضد ونه کارول شی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ