د نجونو د زده کړو پر ارزښت د پخوانی ولسمشر حامد کرزی پرلپسې ټینګار

کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان ۱۷مه او د سپټمبر ۹مه نېټه ده) د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د هېواد د ولایتونو له ځوانانو سره په کتنه کې یو ځل بیا د نجونو د تعلیم پر ارزښت ټینګار کړی.

ښاغلی کرزی شنبه (د تلې پر ۱۶مه) پر خپل ټوېټر ولیکل چې په دې ناسته کې یې د ملی یوالی او د زده کړو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویناوالو هم پر حکومت غږ وکړ چې د نجونو پرمخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې پرانېزی.

پر افغانستان د ا.ا له واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګی پورته ښوونځی د ښځینه زده کوونکو پر مخ تړلی دی.
وړمه ورځ د حکومت مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا ژمنه وکړه، چې په نژدې راتلونکی کې به د نجونو د زده کړو ستونزه حل شی او په خبره یې د دې ستونزې د هواری لپاره په لوړه کچه کار روان دی.
له دې وړاندې هم حکومت د نجونو د زده کړو لپاره د یو طرحې له بشپړېدو وروسته د ښوونځیو د پرانستو تکراری ژمنې کړی خو تر کال ډېرې مودې تېرېدو وروسته لا هم د یادې طرحې په تړاو کوم مثبت خبر نشته.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.