د لړم ۹مه او د نوامبر لومړۍ
کابل/ګهیځ
د افغانستان د تېر جمهوریت د سولې او ملي پخلاینې د عالي شورا کشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، چې د د افغانستان لپاره یې د امریکا له ځانګړي استازي ټام وېسټ سره پر ټلیفون له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پرانیستو په اړه خبرې کړي.
ښاغلي عبدالله نن په خپله رسمي فېسبوک کې لیکلي، چې داوړو لورو د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستل د افغانانو اړتیا او غوښتنه یاده کړه.
دوی دغه راز د افغانستان د معضلې د حل سراسري ثبات لپاره پر داسې بین الافغاني واقعي ډیالوګ ټینګار وکړ، چې د ملي حاکمیت او ملي مشارکت سبب شي.
ټام وېسټ تېره پنج شنبه له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم په ټلیفوني خبرو کې د افغانانو ترمنځ د رښتیني ملي شورا پر بېړنۍ اړتیا خبرې کړې وې.
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو دوام؛ ټام وېسټ او عبدالله یې پر پرانیستو خبرې کړي