د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو دوام؛ ټام وېسټ او عبدالله یې پر پرانیستو خبرې کړی

د لړم ۹مه او د نوامبر لومړۍ
کابل/ګهیځ
د افغانستان د تېر جمهوریت د سولې او ملی پخلاینې د عالی شورا کشر ډاکټر عبدالله عبدالله وایی، چې د د افغانستان لپاره یې د امریکا له ځانګړی استازی ټام وېسټ سره پر ټلیفون له شپږم ټولګی پورته د نجونو د ښوونځیو پرانیستو په اړه خبرې کړی.
ښاغلی عبدالله نن په خپله رسمی فېسبوک کې لیکلی، چې داوړو لورو د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستل د افغانانو اړتیا او غوښتنه یاده کړه.
دوی دغه راز د افغانستان د معضلې د حل سراسری ثبات لپاره پر داسې بین الافغانی واقعی ډیالوګ ټینګار وکړ، چې د ملی حاکمیت او ملی مشارکت سبب شی.
ټام وېسټ تېره پنج شنبه له پخوانی ولسمشر حامد کرزی سره هم په ټلیفونی خبرو کې د افغانانو ترمنځ د رښتینی ملی شورا پر بېړنۍ اړتیا خبرې کړې وې.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.