ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وری ۲۰مه او د اپرېل ۹مه نېټه ده) د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د مجمع علمای افغانستان له خوا د
”افغان دینی علماوو ملی ډیالوگ“ په نوم له شوې غونډې هرکلی کوی.
په دغې غونډه کې د نجونو د پرانستو لپاره غږ پورته شوی. کرزی د دغو عالمانو غوښتنه د افغانستان د خلکو غوښتنه ګڼلې.
هغوی نجونو لپاره زده کړو ته د لاس رسی حق، شرعی حق ګڼلی او ویلی دی چې اسلامی امارت دې نجونو ته د زده کړو دروازې پرانېزیی.
د عالمانو غونډې همدارنګه له ا.ا غوښتنه کړې، چې زده کړو په برخه کې د نجونو پر وړاندې تر پخوا پاتې شرعی مخالفتونه له منځه یوسی او ژر تر ژره داسې چاپېریال چمتو کړی چې د منکراتو مخه په کې نیول شوی وی.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم پر نوی حکومت غږ کړی چې د دې غونډې د عالمانو او هیوادوالو غوښتنې ته درناوی وکړی او سملاسی په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځی پرانېزی.
گهیځ