د نجونو پر مخ د ښوونځیو پر پرانستو د دینی عالمانو ټینګار؛ کرزی وایی دا د افغانانو مدنیت څرګندوی

د نجونو پر مخ د ښوونځیو پر پرانستو د دینی عالمانو ټینګار؛ کرزی وایی دا د افغانانو مدنیت څرګندوی
ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وری ۲۴مه او د اپرېل ۱۳مه نېټه ده) پخوانی ولسمشر حامد کرزی په پکتیکا کې د دینی عالمانو د هغې غونډې هرکلی کړی چې پکې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو او مېرمنو د حقونو د تضمین غوښتنه شوې وه.
د حامد کرزی دفتر په همدې تړاو خپره کړې اعلامیه کې ویلی چې د دینی عالمانو ورته غونډې د افغانستان د خلکو د علم پالنې څرګندویی کوی.
پخوانی ولسمشر دغه راز پر سرپرست حکومت غږ کړی چې د علماوو غوښتنو ته درناوی وکړی او د نجونو ښوونځی ژر تر ژره پرانیزی.
د یادونې وړ ده چې د پکتیکا دینی عالمانو په وروستۍ غونډه کې د نجونو زده کړې د ټولنې اړتیا بللې وه او پر ا.ا یې غږ کړی و چې ښوونځی یې ژر تر ژره پرانیزی. وړاندې د پوهنې وزارت د نجونو د ټولو ښوونځیو د پرانیستلو ژمنه کړې وه خو له خپلې دې ژمنې هغه مهال په شا شول چې نجونې د نوی تعلیمی کال په پیل سره د ښوونځیو دروازو ته ورسیدې.
د پوهنې وزارت چارواکی وایی چې د نجونو ښوونځی به د خپل مشر تر امر وروسته پرانیزی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.