د نجونو پر مخ ژر تر ژر د ښوونځیو د پرانستو غوښتنه

ګهیځ نیوز: نن شبنه ( د غوایی یا ثور ۳مه او د اپرېل د میاشتې ۲۳مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی ټام وېسټ وایی، چې له ډاکتر عبدالله عبدالله سره یې د افغان نجونو د زده‌ کړو په اړه خبرې کړې دی.
وېسټ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلی، چې له عبدالله سره یې ښوونځیو ته د نجونو ژر تر ژره ستنېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
هغه دغه راز افغانستان کې وروستی بریدونه هم غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږی ښودلې ده .
د یادونې ده چې نوموړی تر دې وړاندې له پخوانی ولسمشر حامد کرزی سره هم خبرې کړې وې او له هغه یې هم د نجونو زده‌کړو اړوند مشورې اخیستې وې.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.